۰

طالبانو د اسلامي امارت کابیه اعلان کړه

چهارشنبه ۱۷ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۱
د کابل تر نیولو درې اوونۍ وروسته طالبانو د اسلامي امارت کابینه اعلان کړه، چې امیرالمومنین ملا هبت الله اخندازاده او رییس الوزرا‌ء یې ملا محمد حسن اخند دی.
طالبانو د اسلامي امارت کابیه اعلان کړه
د کابل تر نیولو درې اوونۍ وروسته طالبانو د اسلامي امارت کابینه اعلان کړه، چې امیرالمومنین ملا هبت الله اخندازاده او رییس الوزرا‌ء یې ملا محمد حسن اخند دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه (د وږي ۱۶مه) کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال د ټاکل شوې کابینې اعلان وکړ.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه، چې ملا عبدالغني برارد د رئیس الوزرا‌ء لومړی مرستیال او ملا عبدالسلام حنفي دویم مرستیال ټاکل شوی دی.

دغه نوموړي زیاته کړه، چې د دفاع وزارت سرپرست د ملا محمد عمر اخند زوی ملا یعقوب او د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني ټاکل شوي.

همدا رنګه د اسلامي امارت په کابینه کې ملا امیرخان متقي د بهرنیو چارو وزیر او ملاعبدالحق وثیق د استخباراتو رییس ټال شوی دی.
 
د اسلامي‌ امارت د کابینې نور وزیران په لاندې ډول دي:

ملا هدایت الله بدري‌ د ماليې سرپرست وزیر، مولوي نور الله منیر د پوهنې سرپرست وزیر، ملا خیر الله خیرخواه د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر، قاري دین محمد حنیف د اقتصاد سرپرست وزیر، مولوي نور محمد ثاقب د حج او اوقافو سرپرست وزیر، مولوي عبدالحکیم شرعي د عدلي سرپرست وزیر، ملا نورالله نوري د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر، ملا محمد یونس اخوندزاده د کلیو او پراختیا سرپرست وزیر، شیخ محمد خالد د دعوت ارشاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر، ملا عبدالمنان عمري د فوائد عامې سرپرست وزیر، ملا محمد عیسی اخوند د معادنو او پترولیمو سرپرست وزیر، مولوي عبدالطیف منصور د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر، ملا حمیدالله اخندزاره د هوايي چلند سرپرست وزیر، مولوي عبدالباقي حقاني د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، مولوي نجیب الله حقاني د مخابراتو او تکنالوژۍ سرپرست وزیر‌ او خلیل الرحمن حقاني د کډوالو او بېرته ستنېدونکو سرپرست وزیر دي.

په دې سربېره محمد ادریس د افغانستان بانک مشر، احمد جان احمدي د چارو د ادارې سرپرست مشران ټاکل شوي دي.‌

همدغه راز شیر محمد عباس ستانکزی چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی او مرکچي و، د بهرنیو چارو وزارت معین ټاکل شوی دی او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ټاکل شوي.

ښاغلي مجاهد وویل چې وزارتونه «سیاسي موقفونه دي» او هڅې روانې دی چې معینیان یې مسلکي کسان وګمارل شي.

هغه وویل چې کابینه یې ځکه اعلان کړه چې افغانستان له اوسني حالت څخه واېستل شي او حکومت معلوم شي،‌ خو زیاته یې کړه چې دا سرپرسته اداره ده او ممکنه نور تغیرات هم په کې راشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي