۰

امریکا: طالبانو د امریکایي وګړو د ایستلو مخه نه ده نیولې

چهارشنبه ۱۷ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۶
امریکا هغه راپورونه رد کړل چې ګواکي طالبانو له افغانستان د یو شمېر امریکايي وګړو د ایستلو مخنیوی کړی دی.
امریکا: طالبانو د امریکایي وګړو د ایستلو مخه نه ده نیولې
امریکا هغه راپورونه رد کړل چې ګواکي طالبانو له افغانستان د یو شمېر امریکايي وګړو د ایستلو مخنیوی کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پرون سه شنبېد  وږي ۱۶ مه د قطر له بهرنیو چارو وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې و ویل، طالبانو د هېچا د وتلو مخنیوی نه دی کړی او نه هم داسې معلومات شته چې په مزار شریف ښار کې دې لسګونه تلونکي مسافر برمته شوي وي.

نوموړي زیاته کړې، طالبانو ډاډ ورکړی چې ټولو مسافرو ته د تګ راتګ اجازه ورکوي او پر بهرنیو سفرونو هېڅ راز بندیز نشته دی.

بلینکن دغه راز وایي طالبانو د هغو کسانو د ورتګ مخه نیولې چې د تګ لپاره کافي اسناد او قانوني جواز نه لري.

تر دې وړاندې د امریکا د کانګریس ځينو غړو ویلي وو چې طالبانو په مزار شریف ښار کې څلور امریکايي الوتکې برمته کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي