د طالبانو کابینې ته د عطا محمد نور، احمد مسعود او صلاح الدین رباني غبرګونونه

17 سنبله 1400 ساعت 11:25

د طالبانو له خوا د اسلامي امارت د کابینې تر اعلانېدو وروسته د یو شمېر سیاسي ګوندونو مشرانو غبرګون ښودلی او دا یې یوه ناعادلانه او غیرقانوني کابینه بللې ده.


د طالبانو له خوا د اسلامي امارت د کابینې تر اعلانېدو وروسته د یو شمېر سیاسي ګوندونو مشرانو غبرګون ښودلی او دا یې یوه ناعادلانه او غیرقانوني کابینه بللې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه طالب ضد اړخونو خبرداری ورکړی، چې ډېر ژر به د افغانستان د راتلونکي حکومت او جغرافیې په اړه موقف اعلان کړي.

احمد مسعود چې په د پنجشېر او انداراب په ځينو سیمو کې د طالبانو ضد جبهې مشري کوي وايي، د طالبانو د کابینې اعلان غیر قانوني او د افغانستان له خلکو سره د یادې ډلې د دښمني ده.

نوموړي په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانستان خلکو په تېر کې د ځان غوښتنې، افراطیت، د ترهګرو ، مېرمنو ضد حکومت په وړاندې مقاومت کړی او نن به هم د طالبانو او ترهګرو څخه د هېواد د ژغورنې پورې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

بل خوا د جمعیت ګوند د یوې شاخې مشر عطامحمد نور هم په دې اړه غبرګون ښودلی او د طالبانو له خوا د کابینې اعلان د هر ډول قانون خلاف او قومې بللې او ویلي یې دي، له طالبانو یې دا ډول توقع درلوده.

 ښاغلي نور پرخپله فسبوک پاڼه لیکلي«لکه څنګه چې توقع کېده، طالبانو د افغانستان تر نیولو وروسته، داسې یو حکومت اعلان کړ چې د هېواد د اساسي قانون په هېڅ ځای کې ځای نه لري او تخصص پکې په پام کې ندی نیول شوی.»

د جمعیت ګوند د یوې بلې شاخې مشر صلاح الدین رباني، هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو د کابینې پر اعلان غبرګون ښودلی دی.

نوموړي ویلي، طالبانو د خپلو ادعاوو برخلاف چې ویلي وو یو ټول شموله حکومت به جوړوي ، د ټولنې یوه لویه برخه له پامه غورځولې ده.

دی وايي، د طالبانو د نن ورځې د اعلان شوي کابینې له ترکیب څخه معلومیږي چې یادې ډلې ، په افغانستان کې د قدرت او سیاست مسلې ته د پخوانیو تحمیلي مشرانو په نسبت ډېر په افراطي او انحصاري شکل کتلي دي.

د یادونې ده، چې طالبانو تېره شپه د اسلامي امارت کابینه اعلان کړه، چې رییس الوزرا یې ملا محمد حسن اخند او مرسیتالان یې ملاعبدالغني برادر او ملا عبدالسلام حنفي دي.

طالب ویاند او د اطلاعاتو او کتلور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد په یوه خبري کنفرانس کې د کابینې په اړه و ویل، چې دا کابینه سرپرسته او موقته ده او ښايي نور بدلونونه هم په کې راشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142319

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142319/

جمهور
  https://www.jomhornews.com