چین د طالبانو له لوري د موقت حکومت د جوړېدو هرکلی وکړ

18 سنبله 1400 ساعت 8:21

چین د طالبانو له لوري د موقت حکومت د جوړېدو د اعلان هرکلی کړی وایي، دوی په افغانستان کې انارشي پای ته ورسوله.


چین د طالبانو له لوري د موقت حکومت د جوړېدو د اعلان هرکلی کړی وایي، دوی په افغانستان کې انارشي پای ته ورسوله.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دوی ویلي، چین له افغانستانه د امریکا ناببره وتل غندي ځکه د دغه ناڅابي وتلو له کبله کډوډي او تشه رامنځ ته شوه.

خو وايي، په کابل کې په کابل کې د یوه نوي لنډمهال حکومت په جوړېدو په افغانستان کې د تېرو درو ورځو د انارشۍ (ګډوډۍ) د پای ته رسېدو هرکلی کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ویبین پرون چهارشنبې د وږي ۱۷ مه په یوه خبري ناسته کې ویلي« چین د طالبانو له لوري د لنډمهالي حکومت اعلان ډېر مهم ګڼي. دې کار په افغانستان کې د څه باندې درې اوونیو انارشي پای ته ورسوله او دا د نظم د بیا ټینګېدو او د افغانستان د ابادېدو لور ته یو ضروري ګام دی.»

په ورته وخت د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان له باندنیو چارو وزیران سره مجازي یا انلاین غونډه کې له افغانستان سره د ۳۱ ملیون ډالرو په ارزښت د خوراکي موادو، ژمنیو وسایلو، ۳ ملیونه واکسینونو او نورو درملو ژمنه وکړه.

ښاغلي وانګ ویلي، وروسته له دې چې امنیتي ستونزې او نور شرایط برابر شول، چین غواړي چې په افغانستان کې پروژې اجرا کړي او د افغانانو د ژوند له ښه کېدو سره مرسته وکړي.

د یادونې ده، چې طالبانو وړمه ورځ نوی سرپرست حکومت اعلان کړي، چې مشري یې ملا محمد حسن اخند کوي او مرستیالان یې ملا عبدالغني برارد او ملا عبدالسلام حنفي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142344

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142344/

جمهور
  https://www.jomhornews.com