په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د پرلپسې لاریونو څخه وروسته طالبانو پر هر ډول لاریون تر یوه وخت پورې بندیز ولګاوه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، یو شمېر خلک د مغرضو کړیو په لمسون د مظاهرو په عنوان لارو او سرکونو ته راوځي، چې دا کار یې د امنیت د اخلال، د خلکو د ازار او اذیبت سبب شوی او ژوند یې ګډوډوي.
طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي، چې د خلکو د نه ازار او اذیت په خاطر له ډولو هېوادوالو غواړي او خبر ورکړوي، چې د اوس لپاره دې تر هېڅ عنوان لاندې د لاریونونو د جوړېدو هڅه نه کوي.
د طالبانو په خبرتیا کې دا هم ویل شوي چې باید مظاهره چیان له قانون سره سم تر مظاهرې مخکې له عدلیې وزارت څخه اجازه وغواړي.
د افغانستان د اساسي قانون پر اساس، باید مظاهره چیان تر مظاهرې ۲۴ ساعته وړاندې له عدلیې وزارته رسماً اجازه واخلي.
خو طالبانو تراوسه پورې نه دي ویلي چې د افغانستان اوسنی اساسي قانون مني او ایا دا قانون نافذ دی او که نه دی.
د راپورونو له مخې، ځینې مظاهرې په تاوتریخوالي بدلې شوي او په لړ کې یې مظاهره چیانو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي.
که څه هم اکثره مظاهرې ښځو د خپلو حقونو لپاره کړي خو په دې منځ کې ځینو سیاسي ګوندونو له مظاهرو د ځان په ګټه کار اخیستی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل