امریکا له طالبانو غوښتي چې چارتر الوتکو ته اجازه ورکړي

18 سنبله 1400 ساعت 9:03

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلېنکن له طالبانو غوښتي، چې له افغانستانه د امریکایانو او هغه افغانانو د لېږد لپاره چې د امریکا وېزې یا نور اسناد لري چارتر الوتکو ته اجازه ورکړي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلېنکن له طالبانو غوښتي، چې له افغانستانه د امریکایانو او هغه افغانانو د لېږد لپاره چې د امریکا وېزې یا نور اسناد لري چارتر الوتکو ته اجازه ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بلېنکن دا غوښتنه دوحه کې د طالبانو له استازو سره خبرو کې کړې ده.

بلینکن د جرمني په رامشتاین کې د امریکايی پوځیانو په اډه کې وویل«موږ له طالبانو سره په خپلو ځینو تماسونو کې له هغوی واورېدل چې په دې توګه موږ د فکر، پوهې او تجربې خاوندان له افغانستان څخه باسو.»

ده ویلي«یوه خبره چې موږ له دوی سره شریکه کړه هغه دا وه چې په افغانستان کې د تکړه افغانانو د پاتې کېدو تر ټولو ښه لار دا ده چې له هیواده د هغوی د وتلو مخه ونه نیسي. د هغوی ابتدايي حقونه ورکړي او باور یې ترلاسه کړي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، نور هیوادونه او ملګري ملتونه په دې کار کوي چې کابل ته تجارتي الوتکې پیل کړي.

د ده په وینا د لنډ وخت لپاره به طالبان چارتر الوتنو ته اجازه ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142348

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142348/

جمهور
  https://www.jomhornews.com