محمداشرف غنی:

له خلکو بښنه غواړم، د پیسو د لېږد په تړاو سپیناوي ته چمتو یم

18 سنبله 1400 ساعت 9:22

د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني په تازه څرګندونو کې د افغانستان له خلکو بښنه غوښتې او ویلي یې دي، چې د پیسو د لېږد د ادعاو په اړه هر ډول سپیناوي ته چمتو دی.


د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني په تازه څرګندونو کې د افغانستان له خلکو بښنه غوښتې او ویلي یې دي، چې د پیسو د لېږد د ادعاو په اړه هر ډول سپیناوي ته چمتو دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني پرون د وږي ۱۷ مه په یوه بیان کې هغه ادعاوې په کلکه رد کړې، چې ګڼې ده له افغانستانه په میلیونو ډالره له ځانه سره وړي دي.

ښاغلي غني ویلي«ویل کېږي، چې ما له افغانستان څخه د وتلو پر مهال میلیونه ډالر وړي، دا تورونه په بشپړ ډول درواغ دي.

نوموړي زیاته کړې، دی او مېرمن یې د افغانانو د ملکیت په اړه ریښتیني دي او خلکو ته یې خپله ټوله سرمایه روښانه کړې ده.

مخکني ولسمشر چمتوالی ښودلی چې ملګري ملتونه او یا هم کوم بل خپلواک مفتش د هغه د مالي حسابونو او جایدادونو په اړه څیړنې وکړي.

دی وايي، چې د ۱۹۹۰ لسیزې په شان د کوڅه په کوڅه جګړې او وینې تویدنې د مخنیوي په هدف له هېواد څخه وتلو ته اړ شو.

 ده په بیان کې زیاته کړې«د کابل څخه وتل زما د ژوند تر ټولو سخته پریکړه وه، خو باور لرم چې دا د ټوپک د غږ د نه اوچتېدو، د کابل د محافظت او د شپږو میلیونو اتباعو د ساتل کېدو لپاره شوې ده.»

ښاغلي غني ویلي دي، له افغانستان به په بیړني شکل د وتلو په اړه په نږدې راتلونکې کې مفصل جزیات ورکړي، خو ټینګار یې کړي، چې اوسمهال باید بې بنسټو ادعاوو ته رسیدګي وشي.

د غني د کار پای پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو بیا پیل وو او نوموړي له دې چې ونکړای شول کلک ملاتړ وکړي، د افغانستان له خلکو بښنه وغوښته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142350

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142350/

جمهور
  https://www.jomhornews.com