روسیه د افغانستان د نوي حکومت د لوړې په مراسمو کې ګډون کوي

18 سنبله 1400 ساعت 9:32

د روسیې د سناجرګې یا فدرالي شورا ویانده وايي، روسیه به د افغانستان د نوي حکومت د لوړې په مراسمو کې د خپل سفیر په کچه ګډون وکړي.


د روسیې د سناجرګې یا فدرالي شورا ویانده وايي، روسیه به د افغانستان د نوي حکومت د لوړې په مراسمو کې د خپل سفیر په کچه ګډون وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې والینتینا ماتفینیکو پرون چهارشنبې د وږي ۱۷ مه  تاس خبري اژانس د پوښتنې په ځواب کې ویلي«زه باور لرم چې د مراسمو تیاري به د سفیرانو یا نورو دیپلوماتانو په کچه وي، تر دې به د لوړې کچې نه وي.»

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف ویلي و، روسیه په هغه صورت کې د افغانستان د نوي حکومت د لوړې په مراسمو کې ګډون کوي چې ټولشموله وي.

لاوروف زیاته کړه وه، روسیه د حکومت جوړولو د هغې پروسې ملاتړ کوي، چې د طالبانو او پر پښتنو سربېره د نورو قومي ډلو لکه هزاره ګانو، ازبکانو او تاجکانو په شمول د افغان ټولنې د ټولو خواوو استازیتوب وکړي.

ده ویلي وو«یوازې یو ټولشموله حکومت نوي ژوند ته سم انتقال تضمینولی شي، که دا یقیني شي، باور لرم چې موږ به په ګډه په دې مراسمو کې له نورو هېوادونو سره چې د افغانستان پر حالاتو اغېز لري او مراسمو ته بلل شوي دي، ګډون وکړو.»

د یادونې ده، چې طالبانو دوه ورځې وړاندې د نوي حکومت کابیه اعلان کړه، چې مشري به یې ملا محمد حسن اخند کوي.

طالبانو ویلي، د نوي حکومت د پرانیستنې په مراسمو کې د ګډون لپاره یې یو شمېر هیوادونو ته بلنلیکونه استولي دي.

روسیه پر داسې مهال د نوي حکومت د لوړې په مراسمو کې د ګډون خبر ورکوي، چې چین او ازبکستان هم د طالبانو له لوري د نوي حکومت د اعلان هرکلی کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142351

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142351/

جمهور
  https://www.jomhornews.com