د طالبانو کابینې ته د ملګرو ملتونو غبرګون: سوله او ثبات پراخ ملاتړ غواړي

18 سنبله 1400 ساعت 10:00

ملګرو ملتونو د طالبانو له لوري د افغانستان د نوي حکومت کابینې ته غبرګون کې وایي، چې په دغه هېواد کې سوله او ثبات پراخ ملاتړ ته اړتیا لري.


ملګرو ملتونو د طالبانو له لوري د افغانستان د نوي حکومت کابینې ته غبرګون کې وایي، چې په دغه هېواد کې سوله او ثبات پراخ ملاتړ ته اړتیا لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه سازمان د مېرمنو څانګې له نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د تېرو دوه لسیزو لاس ته راوړنو د ساتلو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د میرمنو څانګې پرون چهار شنبې د وږې ۱۷ مه د طالبانو د حکومت په موقته کابینه کې د مېرمنو په نشتون ژوره خواشیني ښودلې ده.

د دې څانګې مرستیالې الیسن داودین په یوه ویډیويي کنفرانس کې ویلي، دا د نه منلو وړ ده چې نړیواله ټولنه دا ومني چې مېرمنې په حکومت کې ګډون ونه لري.

نومړې ویلي، نه یوازې د افغانستان بلکې د هر هیواد لپار د مېرمنو حقونو ته درناوی د هرې حاکمې ادارې یو جدي امتحان دی او دې ته په کتو د هر حکومت قضاوت باید وشي.»

د هغې په وینا طالبانو د خپلې کابینې په اعلان سره هغه مهم فرصت له لاسه ورکړی چې نړۍ ته وښيي هغوی واقعا د یوې همه شموله او هوسا ټولنې رامنځ ته کیدو ته ژمن دي.

میرمن داودین ویلي«موږ وینو چې افغانې مېرمنې په بیلابیلو برخو کې مظاهرې کوي او خپل حقونه غواړي، هغوی نغواړي چې له صحنې لري شي.»

د ملګرو ملتونو دې چارواکي له نړویالې ټولنې وغوښتل چې د ترلاسه شویو لاسته راوړنو د ساتلو په هدف دې د مېرمنو له خوا رهبري کېدونکو سازمانونو مالي ملاتړ وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142354

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142354/

جمهور
  https://www.jomhornews.com