د نړۍ ۲۰ هېوادونه پر افغانستان او د طالبانو په رسمیت پېژندنې غونډه کوي

18 سنبله 1400 ساعت 10:36

ټاکل شوې په ملګرو ملتونو کې د نړۍ د شل هېوادونو استازي د افغانستان او د طالبانو د په رسمیت پېژندنې او نه پېژندنې په اړه غونډه وکړي.


ټاکل شوې په ملګرو ملتونو کې د نړۍ د شل هېوادونو استازي د افغانستان او د طالبانو د په رسمیت پېژندنې او نه پېژندنې په اړه غونډه وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا غونده چې امریکا رابللې نن پنشنبې د وږي ۱۸ مه جوړېږي.

په غونډه کې به پر افغانستان او د طالبانو د په رسمیت پېژندلو او له هغوی سره د راتلونکو همکاریو او ګډ کار په اړه پر یو میکانیزم خبرې اترې وکړي.

راپورونه وایي، په دې غونډه کې به دغه راز له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام او شرایطو هم خبرې اترې وشي.

په ورته وخت ځینې هېوادونه وايي، پر طالبانو بندیزونه لګول او یا پر دغه ډله د پخوانیو بندیزونو دوام به نه یوازې ګټه ونه کړي بلکې لا ډېر به د افغانستان، سیمې او نړۍ پر زیان تمام شي.

دا غونډه وروسته تر هغه رابلل کېږي چې ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې ویلي چې افغانستان ښایي له سخت اقتصادي ناورین سره مخ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142361

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142361/

جمهور
  https://www.jomhornews.com