روسیه:

اوس وخت د طالبانو له حکومت سره مخامخ خبرې نه پلانو

18 سنبله 1400 ساعت 11:05

د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کرملین وایي، اوس وخت د طالبانو له حکومت سره مخامخ خبرې نه پلانوي.


د جمهور آژانس د خبر له مخې د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف ویلي، له طالبانو سره هر ډول اړیکه به په کابل کې د روسیې د سفارت له لارې نیول کېږي.

نوموړي زیاته کړې، یوه اساسي مساله په کابل کې د روسي ډپلوماټانو د امنیت ساتل دي او روسیه هم د ګڼو نورو هېوادونو په څېر د طالبانو راتلونکي ګامونه څاري.

طالبانو په کابل باندې له څه باندې شلو ورځو ولکې وروسته د سه شنبې په ورځ خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه.

پر دغه کابینه یې په کور د ننه او نړیواله کچه نیوکې شوې او وایي، د طالبانو کابینه ټولشموله نه ده او هغه څه چې دوی یې ژمنه کړې وه، عملي یې نه کړه.

خو طالبانو وايي، دا یوه سرپرسته کابینه ده، چې ځینې وزارتونو ته لا ان نوماندان نه دي ټاکل شوي او دغه راز ښایي بدلون په کې راشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142363

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142363/

جمهور
  https://www.jomhornews.com