له طالبانو د اندونیزیا غوښتنه، د ښځو حقونو ته درناوی کړی

20 سنبله 1400 ساعت 7:10

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر رتنو مرسودي له طالبانو غوښتي، چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.


د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر رتنو مرسودي له طالبانو غوښتي، چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي په جاکارتا کې د استرالیا له دفاع وزیر سره تر کتنې وروسته ویلي، دوی د افغانستان حالت په ځیر څاري.

نوموړي تمه ښودلې، چې افغانستان به د سیمې او نړۍ د ثبات د ګواښلو لپاره د تروریستی ډلو له لوري د ترهګرو د روزنځای په توګه نه کارول کېږي.

د دې تر څنګ دې ته په اشاره، چې د طالبانو له لوري په موقته کابینه کې، ښځو ته کومه چوکۍ په پام کې نه ده نیول شوې، له طالبانو وغوښتل چې د ښځو حقونه رعایت کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142386

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142386/

جمهور
  https://www.jomhornews.com