د افغانستان د نوي حکومت د لوړې مراسم ځنډول شوي دي

20 سنبله 1400 ساعت 7:37

د راپورونو پر اساس ټاکل شوې وه، چې طالبان په لنډو ورځو کې د افغانستان د نوي حکومت د لوړې مراسم تر سره کړي، خو اوس دا مراسم ځنډول شوي دي.


د راپورونو پر اساس ټاکل شوې وه، چې طالبان په لنډو ورځو کې د افغانستان د نوي حکومت د لوړې مراسم تر سره کړي، خو اوس دا مراسم ځنډول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې تر دې وړاندې دا ویل کېدل، چې طالبان د سټپمبر په ۱۱ مه د نوي حکومت د لوړې مراسم تر سره کوي، خو د طالبانو د فرهنګي کمېسیون یوه غړي مولوي انعام الله سمنګاني دا راپورونه رد کړي دي.

نوموړي پرون جمعه د وږي ۱۸ مه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، د افغانستان د نوي حکومت د پرانیستنې مراسم څو ورځې وړاندې لغوه شوي.

دی وایي، د دې لپاره چې خلک له نامعلوم حالته راووځي د اسلامي امارت مشرتابه د کابینې یوه برخه اعلان کړه، او کار یې پیل کړی دی.

طالبانو د لوړې مراسم پر داسې مهال لغوه کوي، چې تر دې وړاندې یې په دې مراسمو کې د ګډون لپاره روسیې، چین، ترکیې، ایران او پاکستان ته بلنلیکونه لېږلي وو.

که څه هم روسیې په لومړي سره کې ویلي، چې د سفیر په کچه به دوی په دغه مراسمو کې ګډون وکړي، خو تېره شپه یې خپله خبر بېرته واخیسته او ویلي یې دي، چې په مراسمو کې ګډون نه کوي.

تر اوسه دا هم نه ده معلومه، چې طالبانو ولې د لوړې مراسم لغوه کړي او روسیه ولې په کې ګډون نه کوي.

باید و ویل شي، چې طالبانو څو ورځې وړاندې د نوي حکومت سرپرسته کابینه اعلان کړه، چې مشري یې ملا محمد حسن اخند کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 142389

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142389/

جمهور
  https://www.jomhornews.com