د امریکا دفاع وزیر:

ښايي القاعده بیا په افغانستان کې سر راپورته کړي

20 سنبله 1400 ساعت 7:46

د امریکا د دفاع وزیر جنرال لوید اسټین وايي، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته ښایي القاعده ډله یو ځل بیا په افغانستان کې خپلې ریښې وغځوي.


د امریکا د دفاع وزیر جنرال لوید اسټین وايي، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته ښایي القاعده ډله یو ځل بیا په افغانستان کې خپلې ریښې وغځوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې هغه چې فارس خلیج ته په څلور ورځني سفر تللی پرون جمعه د وږي ۱۸مه کویټ کې خبریالانو ته ویلي، امریکا په افغانستان کې د القاعده ډلې د بیا فعالیدو ګواښ ته متوجه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې امریکا د دغه ډلې د ګواښ له منځه وړلو لپاره کافي چمتووالی لري او طالبان یې هم دې موضوع ته متوجه کړې دي.

د امریکا دفاع وزیر ویلي، دوی هیله لري چې طالبان هم دا مسئله جدي ونیسي او په همدې توګه خپل ځان او امریکا د دغې ډلې له شره وساتي.

په ورته وخت پولټیکو نشریې د نوموړي له قوله وايي، امریکا په افغانستان کې د داعش ډلې د ګواښ مخنیوي لپاره هم تدابیر لري او د هوا له لارې به د دغې ډلې پر ضد خپل بریدونه ترسره کوي.

خو دا چې څه ډول به معلومات راټولېږي تر اوسه پورې یې په اړه کومه طرحه نه ده جوړه کړې.

اشټن دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې طالبانو په وار وار ویلي، دوی به هېڅ ډولې ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورنه کړي او نه به هم د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکارول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142390

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142390/

جمهور
  https://www.jomhornews.com