له جرمني او قطر څخه امریکا ته د افغانانو د لېږدولو لړۍ ځنډول شوې ده

20 سنبله 1400 ساعت 8:51

امریکا له جرمني او قطر څخه و خپل هېواد ته د هغه افغانانو چې له افغانستان څخه یې ایستلي و، د لېږدولو لړۍ د لنډې مودې لپاره ځنډولې ده.


امریکا له جرمني او قطر څخه و خپل هېواد ته د هغه افغانانو چې له افغانستان څخه یې ایستلي و، د لېږدولو لړۍ د لنډې مودې لپاره ځنډولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي ویلي، دا ګام د شري ناروغۍ د خورېدو د مخنیوي لپاره اخیستل شوی دی.

نوموړې پرون جمعه خبریالانو ته زیاته کړې، دغه پرېکړه له دې امله شوې چې امریکا ته د تازه لېږدول شویو افغانانو ترمنځ یو شمیر کسان د شري په ناروغۍ اخته دي.

دا وايي، د امریکا د ناروغیو د کنترول او مخنیوي ادارې د احتیاط له مخې سپارښتنه کړې چې دغه پروازونه وځنډول شي.

هغې زیاته کړه د شري په ناروغۍ څلور کسه اخته افغانان د صحي لارښونو سره سم قرنطین شوي دي.

سپینې ماڼۍ ویلي، د متحده ایالاتو په مرسته ۳۲ کسه نور امریکايي اتباع او په امریکا کې د دایمي استوګنې د کارتونو لرونکي کسان له افغانستان څخه وتلي دي.

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاندې ایملي هورن وايي، ۱۹ امریکايان د قطر د هوايي لېکې په الوتکه کې او ۱۳ نور د ځمکې له لارې له افغانستان څخه وتلي دي.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته دا له افغانستان څخه د امریکایانو او نورو کسانو د تخلیې دوهم پرواز و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142394

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142394/

جمهور
  https://www.jomhornews.com