د برېتانیا دفاع وزیر:

که طالبان پر ژمنو عمل ونه کړي، پر افغانستان برید کوو

20 سنبله 1400 ساعت 9:55

د برېتانیا دفاع وزیر په افغانستان کې امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف تر ماتې او وتلو وروسته یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې که طالبان پر خپلو زمنو عمل ونه کړي، برېتانیا به پر افغانستان بیا برید وکړي.


د برېتانیا دفاع وزیر په افغانستان کې امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف تر ماتې او وتلو وروسته یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې که طالبان پر خپلو زمنو عمل ونه کړي، برېتانیا به پر افغانستان بیا برید وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دبرېتانیا دفاع وزیر بن والس ویلي، طالبانو ژمنه کړې، چې له ترهګرۍ سره به مبارزه کوي او په خپله خاوره کې به ترهګرو ډلو ته اجازه نه ورکوي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې که طالبان پر خپله دې ژمنه عمل ونه کړي او په افغانستان کې ترهګرو ډلو ته بیا د فعالیت اجازه ورکړي، برېتانیا چمتو ده، چې پر افغانستان د بې پیلوټه الوتکو په وسیله برید وکړي.

والس ټینګار کړی، چې برېتانیا د خپلو خلکو، خپلو ګټو او متحدینو ساتنې ته ژمنه ده او د ساتنې لپاره به یې په هر ډول اقدام لاس پورې کړي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې امریکا هم ورته خبرداری ورکړی دی.

خو طالبانو په وار وار ویلي، چې نه به ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه ورکړي او نه به هم د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکارول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142399

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142399/

جمهور
  https://www.jomhornews.com