امریکا ۴۴ تنه ایستلي افغانان د خپل امنیت لپاره بالقوه ګواښ بللی

20 سنبله 1400 ساعت 11:03

د امریکا د کورني امنیت وزارت له افغانستان د ایستل شویو افغانانو له ډلې ۴۴ تنه د خپل ملي امنیت لپاره بالقوه ګواښ بللی دی.


د امریکا د کورني امنیت وزارت له افغانستان د ایستل شویو افغانانو له ډلې ۴۴ تنه د خپل ملي امنیت لپاره بالقوه ګواښ بللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، له اګست میاشتې راهیسې ۶۰ زره افغانان لېږدول شوي دي.

ورځپاڼه وايي، د امریکا د کورني امنیت د وزارت ارزونې ښيي، چې د دغه لېږدول شویو افغانانو له ډلې ۴۴ تنه بالقوه د امریکا د ملي امنیت لپاره ګواښ دي.
 
د ورځپاڼې په لیکنه، ۱۳ افغانان د ارزونې او نورې څېړنې د پړاوونو تر بشپړېدو او د امریکا د تحقیقاتو د فډرال ادارې او د ترهګرۍ ضد ډلو د پوښتنو د ځواب لپاره د امریکا د ګمرک او سرحدي خوندیتوب په توقیف کې دي.

همدارنګه ۱۵ تنه نور افغانان د امریکا د کډوالو او ګمرک ادارې له خوا تر تسلیمولو وروسته په اروپا یا هم منځني ختیځ کې د ټرانزیټ محلونو ته ستانه کړای شوي، یا هم په ځینو مواردو کې تر یو لړ ارزونو وروسته خوشې کړای شوي دي.

په همدې لړ کې ۱۶ تنه نور افغان وګړي د امریکا د کورني امنیت وزارت په فهرستونو کې شامل دي، چې لا امریکا ته د سفر یا هم له امریکا بهر د ټرانزیټ په ځایونو کې د استوګنې اجازه نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142406

دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/142406/

جمهور
  http://jomhornews.com