رویټرز:

خلیلزاد د امریکا د سترې ديپلوماتیکي ناکامۍ لامل شو

20 سنبله 1400 ساعت 15:23

رویټرز خبري آژانس په یوه شننه کې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد رول ته کتنه کړې او لیکي، خلیلزاد د امریکا د تاریخ تر ټولو لویې دیپلوماتیکې ناکامۍ لامل شو.


رویټرز خبري آژانس په یوه شننه کې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد رول ته کتنه کړې او لیکي، خلیلزاد د امریکا د تاریخ تر ټولو لویې دیپلوماتیکې ناکامۍ لامل شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ګڼو امریکايي چارواکو دغه آژانس ته ویلي، په دې تېره درې کلنه موده کې خلیلزاد د امریکا د تاریخ تر ټولو لویې دیپلوماتیکې ناکامۍ سبب شوی دی.

چارواکو خپل نوم نه دی ښودلی خو وايي، خلیلزاد تل طالبانو ته له سیاسي پلوه تقویت ورکړی، د افغان حکومت دریځ یې کمزوری کړی او هغه کسانو ته یې غوږ نه دی نیولي، چې له سره یې د نظر اختلاف درلود.

ځینو امریکايي چارواکو ان په دې لا حیراني ښودلې، چې خلیلزاد لا هم پر خپله دنده دی، په داسې حال کې، چې له طالبانو سره د امریکا مذاکرات پای ته رسېدلي دی.

که څه هم ځینې امریکايي چارواکي د خلیلزاد خلاف دی او هغه په خپله دنده کې ناکام بولي، خو ځیني پلویان هم لري او کار یې ستايي.

دوی استدلال کوي چې نوموړي د خپلې دندې په موده کې یوازې د امریکایي ولسمشرانو، ډونلډ ټرمپ او جو بایډن امر منلی او امریکایي پوځیان یې له افغانستان ایستلي.

د وېلسن څېړنیز مرکز غړی مایکل کوګلمن ویلي«خلیلزاد به ډېرو خلکو ته باد ښکاري، خو زه فکر کوم ده ته چې کومه دنده ور سپارل شوې وه،‌ هغه یې په صداقت ترسره کړه.»

باید و ویل شي، چې خلیلزاد په امریکا سربېره افغانستان کې هم ګڼ مخالفین لري، چې له هغې جملې یو هم مخکنی افغان ولسمشر محمد اشرف غني و.

ښاغلي غني څو ځلې په ښکاره ویلي و، چې دی د افغانستان د ګټو لپاره کار کوي، خو خلیلزاد بیا د امریکا د ګټو لپاره.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142418

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142418/

جمهور
  https://www.jomhornews.com