راپورونه وايي، اروپايي ټولنه هڅه کوي، چې له افغانستان د خطر د مخینوي په خاطر د دغه هېواد له ګاونډیو هېوادونو سره یوه معامله وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ټولنه هڅه کوي، چې د همدې کار په خاطر د افغانستان په ګاونډیانو کې متحدان پیدا کړي او مرستې ورسره وکړي.
اروپايي ټولنه باور لري، چې که افغانستان کې طالبان د بې ثباتۍ پر عامل بدلېدل نو دوی به یې په ګاونډ کې د پیداکړو متحدانو په ملاتړ مخه ونیسي.
د هغه سند پر اساس، چې بلومبرګ ترلاسه کړی، جرمني او فرانسې یو وړاندیز چمتو کړی چې پر اساس یې اروپايي ټولنه د نورو ترڅنګ له ایران، پاکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان سره معامله کوي.
د اروپايي اتحادیې د وړاندیز پر اساس د افغانستان له ګاونډیو سره به اقتصادي او امنیتي موافقې کېږي چې هغوی د افغانستان له لوري د خطر په مخنیوي کې له نړیوالې ټولنې سره مرسته وکړي.
په سند کې دا هم راغلي «ځانګړی فکر باید د روسیې، چین او د خلیج د سیمې هیوادونو ته ورکړل شي.»
د دغه ټولنې اندېښنه دا ده، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان کې یوه خلا رامنځ ته شوې چې کېدای شي روسیه یا چین یې ډګه کړي.
د اروپايي ټولنې په وړاندیز کې د ناورې، ترکیې، امریکا او برېتانیا د مالي ملاتړ یادونه هم شوې او دا وړاندیز د دغه ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو سره شریک شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل