متحده عربي اماراتو په سوونو ټنه توکي او درمل افغانستان ته لېږلي

21 سنبله 1400 ساعت 7:57

د طالبانو په لاس د کابل تر نیول کېدو وروسته د متحده عربي اماراتو له خوا په سوونو ټنه خوراکي مواد، درمل او نور توکي افغانستان ته ورکړل شوي دی.


د طالبانو په لاس د کابل تر نیول کېدو وروسته د متحده عربي اماراتو له خوا په سوونو ټنه خوراکي مواد، درمل او نور توکي افغانستان ته ورکړل شوي دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جي اې اې سيGAAC د کمپنۍ سیمه ییز مشر ابراهیم معروفي ویلي، د سېپټمبر له درېیمې راهیسې د متحده عربي اماراتو حکومت افغانستان ته د مرستو رسولو یو هوایي دهلېز پرانستی او تر اوسه یې په ۱۱ الوتنو کې ۲۵۵ ټنه خوراکي مواد او روغتیایي توکي دې هېواد ته لېږدولي دي.

د راپور له مخې په دغو مرستو کې د غوایي غوښه، وچې شیدې، د پخلي غوړ او روغتیایي توکي شامل دي.

په متحده عربي اماراتو کې مېشته دغه کمپنۍ د ۲۰۲۰ میلادي کال د نوومبر له میاشتې راهیسې د کابل هوایي ډګر کې د بارونو د انتقال او امنیت چارې پر مخ وړي.

جهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142434

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142434/

جمهور
  https://www.jomhornews.com