جینوا کې د افغانستان سره د مرستو په خاطر کنفرانس جوړېږي

21 سنبله 1400 ساعت 8:15

ټاکل شوې سبا دوشنبې د وږي ۲۲ مه ملګري ملتونه په جنیوا کې له افغانستان سره د بسپنې راټولولو یو لوی کنفرانس جوړ کړي.


ټاکل شوې سبا دوشنبې د وږي ۲۲ مه ملګري ملتونه په جنیوا کې له افغانستان سره د بسپنې راټولولو یو لوی کنفرانس جوړ کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کنفرانس د سویس په جنیوا کې جوړېږي او ملګروي ملتونه هڅه کوي، نړیوال د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره د عاجلو مرستو کولو ته وهڅوي.

د دغه کنفرانس موخه دا ده، تر چې نړیوال له افغانستان سره د بېړنیو مرستو ژمنې وکړي، څو په دې هېواد کې له میلیونونو بې وزله کسانو سره د ژوند ژغورنې بشري مرستې دوام وکړي.

ملګرو ملتونو د جنیوا د کنفرانس په اړه یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا سازمان له میلیونونو بې وزلو افغانانو سره د بشري مرستو دوام ته ژمن دی.

په دغه خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې د پرمختیا برخه کې لاسته راوړنې باید خوندي شي، څوله افغانستان سره د لنډمهاله او اوږدمهاله ثبات لپاره بشري مرستې دوام ومومي.

سرچینه وایي، له افغانستان سره د بشري مرستو د تړاو یوه مهمه برخه دا ده چې د ښځو او نجونو حقوق، خوندیتوب او هوساینه ډاډمنه شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش ویلي، افغانسان له یوه بشري ناورین سره مخامخ دی.

نوموړي هیله یې ښودلې چې د وزیرانو په سطحه دغه کنفرانس به وکولی شي، له افغانستان سره د مرستو لپاره مالي سرچینې زیاتې او بشري مرستې له خنډ او ځنډ پرته اړو کسانو ته ورسول شي.

ګوتیرش په یوه ټویټ کې ویلي چې افغان ماشومان، ښځې او سړیان اوس تر بل هر وخت زیات د نړیوالې ټولنې ملاتړ او پیوستون ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142436

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142436/

جمهور
  https://www.jomhornews.com