روسیې، افغان پولې ته څېرمه تاجکستان کې وسلې او تجهیزات ځای پر ځای کړي

21 سنبله 1400 ساعت 10:21

روسیې، تاجکستان ته زرهی وسایط او نظامي تجهیزات ورکړي، چې افغان پولې ته څېرمه یې ځای پر ځای کړي او د احتمالي ګواښ مخه پرې ونیسي.


روسیې، تاجکستان ته زرهی وسایط او نظامي تجهیزات ورکړي، چې افغان پولې ته څېرمه یې ځای پر ځای کړي او د احتمالي ګواښ مخه پرې ونیسي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې روسیې پرون شنبې د وږي ۲۰ مه تاجکستان ته د وسلو او مهماتو د ورکړې خبر ورکړی او وايي، دا کار یې د پولې د امنیت په خاطر کړی دی.

روسیې په دې اړه نور جزیات نه دی ورکړي، خو له هغې وروسته چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، مسکو په تاجکستان کې نظامي تمرینات پیل کړل او پوځي اډه یې پیاوړې کړه.

روسیه وېره لري، چې د طالبانو له خوا د حکومت له نیول کېدو سره سم به ترهګرې ډلې بیا په افغانستان کې ځاله وکړي او منځنی آسیا هېوادونو ته به ګواښ جوړ کړي.

یوه روسي جنرال یوفژیني تسندیاکین په یوه اعلامیه کې ویلي، چې مسکو د هر ډول ګواښ پر وړاندې د دوشنبې ملاتړی دی او یو ځای به کار ورسره کوي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142440

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142440/

جمهور
  https://www.jomhornews.com