طالبانو هغه اوازې رد کړې، چې ګنې د رهبرۍ تر منځ یې اختلافات پیدا شوي

21 سنبله 1400 ساعت 11:38

طالبانو هغه اوازې په کلکه رد او له حقیقته لرې وبللې، چې ګڼې د اسلامي امارت د مشرتابه تر منځ اختلافات رامنځ ته شوي دي.


طالبانو هغه اوازې په کلکه رد او له حقیقته لرې وبللې، چې ګڼې د اسلامي امارت د مشرتابه تر منځ اختلافات رامنځ ته شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې له څو ورځو راهیسې به خواله رسنیو په ځانګړي ډول پر فسبوک دا اوازې خپرېږي، چې ګڼې په ارګ کې اختلافات رامنځ ته شوي دي.

د فسبوک یو شمېر کاروونکو ځینې غږیز پیغامونه خپاره کړي او ځینې داسې لیکنې کوي، چې ګڼې د طالبانو د مشرتابه تر منځ د کابینې پر جوړږښت اختلافات رامنځ ته شوي دي.

خو طالبانو د فرهنګي کمېسیون یوه غړي انعام الله سمنګاني دا اوازې په کلکه رد کړې وايي، د اسلامي امارت د مشرانو تر منځ د قدرت پر سر هېڅ ډول اختلاف نه دی رامنځ ته شوی.

ښاغلي سمنګاني نن یکشنبې د وږي ۲۱ مه په ټوېټر لیکلي، په ټولنیزو رسنیو ځینې اوازې لاس په لاس کېږي، چې ګڼې ارګ کې اختلاف پیدا شوی، دا اوازې کاملآ بې بنسټه دي.»

نوموړی وايي، الحمدالله اسلامي امارت متحد دی او مشرتابه یې د دین او هېواد د خدمت په لار کې مبارزه کوي، نه د څوکۍ او مادیاتو لپاره.

د دې اختلافاتو اوازې پر داسې مهال خپرېږي، چې طالبانو د ملا محمد حسن اخند په مشرۍ کابینه اعلان کړې، چې لومړی مرستیال یې ملا عبدالغني برارد او دویم هغه یې ملا عبدالسلام حنفي دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142452

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142452/

جمهور
  https://www.jomhornews.com