سهیل شاهین: جګړه پای ته رسېدلې، پرمختللی افغانستان غواړو

22 سنبله 1400 ساعت 7:50

د اسلامي امارت د قطر سیاسي دفتر غړی سهل شاهین وايي، په افغانستان کې نور جګړه پای ته رسېدلې او ټول یو پرمختللی افغانستان غواړي.


د اسلامي امارت د قطر سیاسي دفتر غړی سهل شاهین وايي، په افغانستان کې نور جګړه پای ته رسېدلې او ټول یو پرمختللی افغانستان غواړي.

د جمهور آژنس خبر له مخې ښاغلي شاهین ټینګار کړی، چې د دوی مشرتابه تر ۲۰ کلنې جګړې وروسته غواړي، یو پرمختللی افغانستان ولري او ټول افغانان په کې د یو بل تر څنګ د ورورولی ژوند وکړی.

نوموړي په وروستیو کې د بشري حقونو او ښځو حقونو په اړه اندېښنو ته په ځواب کې ویلي چې تاوتریخوالی د دوی سیاست نه دی او ښځې له خپلو ټولو اساسي حقونو برخمنې دي.

دغه طالب چراواکي، ټینګار کړی، چې نور تاوتریوالی پای ته رسېدلی دی او له دې وروسته به د دوی ټول تمرکز د افغانستان پر بیارغونه، پرمختګ، ثبات او خلکو ته د کار او غوره ژوند پر برابرولو وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142478

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142478/

جمهور
  https://www.jomhornews.com