ذبیح الله مجاهد: په تېرو ۲۰ کلونو کې په کابل کې وم

22 سنبله 1400 ساعت 8:02

واک ته تر رسېدو وروسته د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په لومړي ځل ویلي، چې دی په تېرو ۲۰ کلونو کې په کابل کې و او د دښمن تر زنې لاندې اوسېده.


واک ته تر رسېدو وروسته د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په لومړي ځل ویلي، چې دی په تېرو ۲۰ کلونو کې په کابل کې و او د دښمن تر زنې لاندې اوسېده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی مجاهد چې د کابل له نیولو وروسته په لومړي ځل په رسنیو راښکاره شو، وایي، امریکايي او افغان ځواکونو فکر کاوهو چې مجاهد یو خیالي نوم دی او دا یو تن نه بلکې څو تنه دي.

مجاهد په دې مرکه کې دا هم ویلي، چې څو وارې چاپې پرې وهل شوی خو دی ترې روغ وتلی او دښمن یې باور درلود چې مجاهد یو جعلي نوم دی او وجود نه لري.

نوموړي زیاته کړې، همدې د خیالي نوم تصور له ده سره ډېره مرسته کړې وه، چې په کابل کې و اوسي او د هېواد ګوټ ګوټ ته ولاړ شي او د طالبانو د بریدونو معلومات تر لاسه کړي.

ښاغلي مجاهد وايي، امریکايی ځواکونو د ده په اړه د معلوماتو تر لاسه کولو لپاره خلکو ته پيسې ورکولې او په لسګونه ځله یې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په دې هیله چې ویې نیسي عملیات کړي دي.

خو په وینا یې امریکایان بریالي نه شول او ده هېڅ کله هڅه ونه کړهو چې ووځي او ان په دې فکر کې هم نه و، چې له افغانستانه ولاړ شي.

مجاهد په دې مرکه کې ویلي چې اصلاً د پکتیا د ګردېز اوسېدونکی دی او زده کړې یې د اکوړه خټک په حقانیه مدرسه کې کړي دي.

د اسلامي امارت دغه ویاند زیاته کړې، چې دی وروسته له دې د طالبانو ویندوی شو چې تر ده مخکینی ویاند ونیول شو.

دی وايي، د طالبانو بنسټګر ملا محمدعمر اخوند یې نه دی لیدلی خو د طالبانو دوه نور مشران ملااخترمحمد منصور او ملا هبت الله اخوندزاده یې له نژدې لیدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142479

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142479/

جمهور
  https://www.jomhornews.com