له ازبکستانه، محتده عربي اماراتو ته د افغان پیلوټان لېږد لړۍ پیل شوې ده

22 سنبله 1400 ساعت 8:56

د افغانستان د پیلوټانو یوه ډله چې د طالبانو له خوا د کابل تر نیول کېدو وروسته له چورلکو سره یو ځای ازبکستان ته تللی و، محتده عربي اماراتو ته لېږدول کېږي.


د افغانستان د پیلوټانو یوه ډله چې د طالبانو له خوا د کابل تر نیول کېدو وروسته له چورلکو سره یو ځای ازبکستان ته تللی و، محتده عربي اماراتو ته لېږدول کېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه وایي، امریکا او ازبکستان موافقه کړې، چې دغه پیلوټان به متحده عربي اماراتو او قطر ته لېږدول کېږي.

دغه پيلوټان چې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې به ازبکستان کې و، پرون یکشنبې د وږي ۲۱ مه یې عربي اماراتو ته لېږدل لړۍ پیل شوې ده.

یوه افغان پيلوټ د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري آژانس ته ویلي، چې د پيلوټانو د ایستلو بهیر پرون پیل شوی او ښايي څو ورځې دوام وکړي.

تر اوسه معلومه نده چې د ازبکستان نه عربي متحده اماراتو ته تللي افغان پیلوټان به کوم هېواد یا هېوادونو ته یوړل شي خو امریکایۍ ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال د شنبې په ورځ ویلي و، ښایي دا افغان پیلوټان لومړی قطر او د هغه ځای نه یو درېیم هېواد ته ولېږدول شي.

یو شمېر امریکایي چارواکو ویلي، طالبانو په ازبکستان فشار راوړی و چې دا الوتکې او پیلوټان هغوي ته وسپاري.

د ازبیکستان لپاره د امریکا یو پخواني سفیر جان هربست امریکا ستایلې چې دغه افغان پیلوټان باسي ځکه هغه وایي، دا په امریکا د افغانستان د پیلوټانو حق دی.

سره لدې چې طالبانو ویلي و د غچ اخیستو په خاطر په چار برید نکوي، خو دغو پیلوټانو افغانستان ته د بیرته تګ نه ډار درلود او ویل یې چې طالبان یې وژني.

دغو افغان پیلوټانو د افغانستان نه د تلو پر مهال د ځانونو سره ۴۶ الوتکې هم وړي او تر اوسه په ازبیکستان کې ولاړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142481

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142481/

جمهور
  https://www.jomhornews.com