ملګري ملتونه تمه لري افغانستان سره د مرستې لپاره ۶ سوه میلیون ډالر راټول کړي

22 سنبله 1400 ساعت 10:03

 ملګري ملتونه تمه لري، چې د جنوا په کنفرانس کې به له افغانستان سره د مرستې لپاره څه باندې ۶۰۰ ملیونه ډالره بسپنه راټوله کړي.


 ملګري ملتونه تمه لري، چې د جنوا په کنفرانس کې به له افغانستان سره د مرستې لپاره څه باندې ۶۰۰ ملیونه ډالره بسپنه راټوله کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان سره د مرستې لپاره د بسپنې ټولنې کنفرانس نن دوشنبې د وږي ۲۲ مه د سویس پلازمېنه جینوا کې جوړېږي.

ملګري ملتونه دا هیله پر داسې مهال څرګندوي، چې څو ورځې وړاندې یې خبرداری ورکړی و، چې افغانان له یوه بشري ناورین سره مخ دي.

دغه سازمان د اګست په ۱۵ مه واک ته د طالبانو له رسېدو وړاندې هم ویلي و، چې د افغانستان د نفوس تر نیمايي زیاته برخه (۱۸) میلیونه وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د یادونې ده، چې د افغانستان لپاره د بسپنې راټولولو په ننني کنفرانس کې به د ګوترش په ګډون د دې سازمان جګپوړي چارواکي او د سره صلیب نړیوالې کمېټې رئیس پیټر مورېر او دغه‌ راز د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس په ګډون د لسګونه هېوادونو استازي ګډون وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142488

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142488/

جمهور
  https://www.jomhornews.com