د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر کابل ته رسېدلی دی

22 سنبله 1400 ساعت 13:26

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنر فیلیپو ګراندي کابل ته رسېدلی او ښایي د کډوالو په اړه له طالب مشرانو سره وګوري.


د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنر فیلیپو ګراندي کابل ته رسېدلی او ښایي د کډوالو په اړه له طالب مشرانو سره وګوري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې فیلیپو ګراندي نن دوشنبې د وږي ۲۲ مه سهار کابل ته رسېدلی دی.

نوموړي په یوه ټوېټ کې ویلي، د دې سفر په ترڅ کې به په افغانستان کې د ننه د بې‌ ځایه شویو درې نیم ملیونه کسانو د بشري اړتیاوو جاج واخلي.

دغه راز دی وايي، د ملګرو ملتونو، د غیر دولتي مؤسسو او د نورو بشري چارو د ټولو هغو کارکوونکو ډېر منندوی دی چې په افغانستان کې د بشري اړتیا د پوره کولو لپاره هلې ځلې کوي.

ګراندي جمعې په ورځ په ترکیه کې ویلي و، په افغانستان کې له ملیونونو بې‌ځایه شویو کسانو سره د مرستې لپاره له طالبانو سره خبرې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142500

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142500/

جمهور
  https://www.jomhornews.com