طالبانو د ملا عبدالغني برارد د ټپي یا وژل کېدو اوازې رد کړې

22 سنبله 1400 ساعت 13:40

طالبانو د نوي حکومت د لومړي مرستیال او د قطر د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برارد د ټپي یا وژل کېدو راپورونه په کلکه رد کړل.


طالبانو د نوي حکومت د لومړي مرستیال او د قطر د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برارد د ټپي یا وژل کېدو راپورونه په کلکه رد کړل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ وايي، د ملا برارد په اړه خپرې شوې اوازې بې بنسټه دي.

نوموړي په خپل ټوېټر لیکلي: کومې اوازې چې د ښاغلي ملا برارد اخند په اړه په ځینو رسنیو کې خپرېږي چې ګنې کومه ستونزه رامنځ ته شوې، ټول د دښمن بې بنسټه تبلیغات دي.»

په ورته وخت کې ښاغلي نعیم د ملا عبدالغني برادر هغه غږ هم خپور کړي، چې په کې د ده په اړه خپرې شوې اوازې رد شوي دي.

خپله ملا عبدالغني برادر په دغه غږییز پیغام کې وايي، کومې اوازې چې د ده په اړه خپرې شوې د ځینو رسنیو بې ځایه تبلیغات دي.

نوموړی زیاتوي، چې هېڅ ستونزه نشته، بلکې دی په یوه سفر کې دی او له ملګرو سره رک روغ دی.

تر دې وړاندې په خواله رسنیو ځینې داسې راپورونه لاس په لاس کېدل، چې ګڼې د کابینې تر ټاکل کېدو څو ورځې وړاندې د ملا عبدالغني برارد او انس حقاني تر منځ په ارګ کې د کابینې د جوړښت پر سر شخړه شوې او یو پر بل یې ډزې کړې دي.

ورسره دا اوازې هم خورې شوې چې ګڼې ملا برادر سخت ټپي شوی او وروسته یې ساه ورکړې او انس حقاني هم ټپي شوی دی.

خو پرون د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره د نوي حکومت د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په لیدنه کې انس حقاني هم لیدل کېږي، چې ناست دي.
 
او نن محمد نعیم وردګ د ملا عبدالغني برادر غږییز پیغام هم خپور کړ، چې وايي هېڅ ستونزه نشته، په سفر او رک روغ دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142501

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142501/

جمهور
  https://www.jomhornews.com