پاکستان: نور به هېکله د پردیو په جګړو کې داخل نه شو

23 سنبله 1400 ساعت 7:39

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف ویلي، ویلي پاکستان به له دې وروسته هېڅکله هم او په هېڅ صورت په پردیو جګړو کې ځان ښکېل نه کړي.


د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف ویلي، ویلي پاکستان به له دې وروسته هېڅکله هم او په هېڅ صورت په پردیو جګړو کې ځان ښکېل نه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې معید وايي، پاکستان پرېکړه کړې چې له دې وروسته به د هېڅ هېواد کیمپ ته داخل نه شي او هېڅکله به داسې کړنې ترسره نه کړي چې نړۍ بیا ورته د ډو مور اصلاح وکاروي.

ډو مور هغه اصطلاح ده چې امریکا او نړیوالې ټولنې پاکستان ته د ترهګرۍ ضد اقداماتو لپاره کارولې ده.

یوسف ټینګار کړی دی چې دوی نور د ډو مور باب د تل لپاره تړلی دی او نور به چاته د دې اصطلاح د کارولو فرصت ورنه کړي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د کانګرس په یوه غونده کې تایید کړې، چې پاکستان په افغانستان کې له وسله والو سره همکاري کړې ده.

بلېنکن ټینګار کړي، چې پاکستان باید د اکثریت نړیوالې ټولنې سره د د غوتوقعاتو په پر ځای کېدو کې ځان برابر کاندي.

نوموړي ویلي د پاکستان پالیسۍ په ډېرو مواردو کې د امریکا لپاره زیان رسونکې وې او په ځینو مواردو کې د ګټو او ملاتړ لپاره وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142516

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142516/

جمهور
  https://www.jomhornews.com