طالبانو افغانستان کې د القاعده د مشر د شتون خبره په کلکه رد کړه

24 سنبله 1400 ساعت 7:47

د افغانستان اسلامي امارات د پخوانیو امریکايي چارواکو هغه خبره په کلکه رد کړه، چې ګنې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په افغانستان کې دي.


د افغانستان اسلامي امارات د پخوانیو امریکايي چارواکو هغه خبره په کلکه رد کړه، چې ګنې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په افغانستان کې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ ویلي، دوی د القاعده مشر ایمن الظواهري ته پناه نه ده ورکړې.

نوموړي زیاته کړې،دا خبرونه دروغ دي چې ګوندې د القاعده رهبر ایمن الظواهري په افغانستان کې دی.

د هغه په وینا افغان جګړه نوره پای ته رسېدلې ده او له دې وروسته هیڅوک له افغان خاورې د نورو پر ضد استفاده نه شي کولی.

ښاغلي نعیم دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د امریکا د استخباراتي ادارې پخواني رییس مایکل مورل ویلي و، طالبانو د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري ته پناه ورکړې ده او دغه هېواد یو ځل بیا د نړۍ لپاره پر سرخوږي بدلېدونکی دی.

جمهورخبري آژنس:کابل
 


د مطلب کود: 142546

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142546/

جمهور
  https://www.jomhornews.com