۰

متقي: نه د چا په کورنیو چارو کې مداخله کو او نه د څوک زموږ په چارو کې مداخله کوي

چهارشنبه ۲۴ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۶
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وایي، افغانستان له ټولو نېږدې او لرې هېوادونو سره متقابلې او د نه مداخلې پر بنسټ ولاړې اړیکې غواړي.
متقي: نه د چا په کورنیو چارو کې مداخله کو او نه د څوک زموږ په چارو کې مداخله کوي
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وایي، افغانستان له ټولو نېږدې او لرې هېوادونو سره متقابلې او د نه مداخلې پر بنسټ ولاړې اړیکې غواړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي متقي پرون سه شنبې د وږي ۲۳ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال د نړیوالې ټولنې له لوري د بشري مرستو د اعلان هرکړی وکړ، خو ټینګار یې وکړ، چې نړیوال دې له افغانستان سره بې مقصده مرستې وکړی.

ښاغلي مقتي ټینګار وکړ، چې افغانستان، د ګاونډیو، سیمې او نړۍ له د داسې ښو اړیکو غوښتونکی دی، چې په متقابل احترام او نه مداخلې ولاړې وي.

ده و ویل، دوی د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې د مداخلې لیوالتیا نه لري او له نورو هېوادونو هم غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

د بهرنیو چارو سمبال چاري وزیر یو ځل نړیوالو ته ډاډ ورکړ، چې افغان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او دوی خپلو وعدو ته ژمن دي.

هغه یو ځل بیا زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ ښې اړیکي غواړي.

ښاغلي متقي دا هم و ویل، چې اوس ټول هېواد امن دی او هر ډول پانګونې ته زمینه برابره شوې ده، نو ځکه له نړیوالو غواړي، چې افغانستان کې پانګونې وکړي.

نوموړي له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د یو میلیارد ډالرو بشري مرستې هرکلی کړی او مستحقو کسانو ته یې د رسولو ډاډ ورکړی دی.

بل پلو امیر خان متقي وایي، دوی د بهرنیو چارو وزارت ټولو کارکوونکو ته ویلي چې خپلو دندو ته دوام ورکړي او دغه راز یې له هېواده بهر د ټولو سفارتونو کارکوونکو ته هم ورته سپارښتنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي