د امریکا استخباراتي چارواکي: کېدای شي القاعده بیا افغانستان کې ځان منظم کړي

24 سنبله 1400 ساعت 8:19

له افغانستان د امریکايي او نور بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته یو ځل بیا د امریکايي استخباراتو له خوا د القاعده او داعش په اړه ضد و نقض څرګندونې کېږي او دا موضوع ګرمه شوې ده.


له افغانستان د امریکايي او نور بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته یو ځل بیا د امریکايي استخباراتو له خوا د القاعده او داعش په اړه ضد و نقض څرګندونې کېږي او دا موضوع ګرمه شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ځینې استخباراتي چارواکي وايي، القاعده بیا د افغانستان په لور خوځېدلې خو ځینې یې بیا وایي، افغانستان نور موږ ته خطر نه دی.

تازه د امریکا د د دفاعي استخباراتي ادارې ريیس جنرال سکاټ ډي بیریر ویلي، القاعده شبکه کېدای شي بیا په افغانستان کې ځان منظم کړي او د امریکا کورني امنیت ته په یوه ستر ګواښ بدله شي.

بیریر د سې شنبې په ورځ د ملي امنیت غونډې ته وویل، اوسنی محتاط اټکل ښايي دا وي چې القاعده شبکه له یوه تر دوو کلونو پورې د امریکا کورني امنیت ته خطر پېښولی شي.

د امریکا استخباراتي چارواکي وايي، همدا اوس هم د القاعده او هم د اسلامي دولت د خراسان څانګه په افغانستان کې شته خو یوازې القاعده شبکه له طالبانو سره نژدې اړیکې لري او دا څرګنده نه ده چې طالبان به پر امریکا او نورو هېوادونو د القاعده شبکې د حملو د مخنیوي لپاره تر څه حده هڅه وکړي.

په ورته وخت کې د سي آی اې مرستیال ريیس ډیویډ ایس کوهن وايي، د ده اداره افغانستان ته د القاعده شبکې د خوځېدو نښې ویني، خو د سي آی اې لپاره ګرانه ده چې په دې پوی شي چې کله به القاعده یا داعش دا وړتیا ترلاسه کوي چې پر امریکا حمله وکړي.

ده زیاته کړه، په سیمه کې له حضوره پرته دوی له لېرې له نورو استخباراتي میتودونو کار اخلي.

خو به ورته وخت کې د امریکا د ملي اطلاعاتو مدیرې آورېل هینز په تازه څرګندونو کې ویلي له دې وروسته افغانستان نه بلکې ځينې نور هېوادونه د امریکا ملي امنیت ته خطر دي.

نوموړي زیاته کړې، اوس لومړی درجه خطر د امریکا او نړۍ لپاره داعش ډله ده چې د تصور پر خلاف په افغانستان کې هومره نه خو په یمن، سومالي، عراق او سوریه کې فعالیت لري.

هغې زیاته کړې امریکا به له دې وروسته پر دغه خطرونو تمرکز وکړي او هڅه به کوي خپل ملي امنیت ته متوجه خطرونه له منځه یوسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142550

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142550/

جمهور
  https://www.jomhornews.com