جان سوپکو: افغانستان کې زموږ کار پای ته نه دی رسېدلی

24 سنبله 1400 ساعت 10:11

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی استازی جان سوپکو وایي، د دوی د ادارې کار په افغانستان کې پای ته نه دی رسېدلی.


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی استازی جان سوپکو وایي، د دوی د ادارې کار په افغانستان کې پای ته نه دی رسېدلی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سوپکو پرون سه شنبې د وږي ۲۳ مه پر دولت د څار پروژې سازمان کې خبرې کولې و ویل، چې په افغانستان کې یې ماموریت دوام لري.

نوموړي ویلي، تر اوسه پورې ډېرې پیسې په لاره دي او ډېرې پوښتنې شتون لري، چې باید هغو ته ځواب و ویل شي.

سوپکو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

افغانستان کې د سوپکو دنده پر هغه پیسو څار وو چې امریکا د افغانستان د بیارغونې په برخه کې لګولې.

امریکا په تېرو کلونو کې په میلیاردو ډالره لګولي، چې ویل کېږي اکثریت یې شخصي جېبو ته تللې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142558

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142558/

جمهور
  https://www.jomhornews.com