ملګري ملتونه: نړۍ د اجازه نه ورکوي، چې افغانستان ناامنیو ته ولاړ شي

24 سنبله 1400 ساعت 13:17

ملګري ملتونه وايي، د ثبات لپاره د نړیوالې ټولنې او طالبانو ګډ کار مهم دی او نړۍ د اجازه نه ورکوی، چې افغانستان بې ثباتۍ او د ناامنیو خوا ته ولاړ شي.


ملګري ملتونه وايي، د ثبات لپاره د نړیوالې ټولنې او طالبانو ګډ کار مهم دی او نړۍ د اجازه نه ورکوی، چې افغانستان بې ثباتۍ او د ناامنیو خوا ته ولاړ شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مشر په تازه څرګندونو کې ویلي چې نړۍ له دوه انتخابونو سره مخ ده.

نوموړي زیاته کړې، یا به منزوي افغانستان په ګډوډیو او نا امنیو کې پرېږدي او یا به د دغه هېواد د ثبات لپاره د طالبانو له حکومت سره د خبرو لارې چارې پيدا کوي.

فليپو ګراندې ټينګار کړی چې طالبان او نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره د تفاهم لار خپله کړي او د دایمي ثبات د ساتلو او افغانستان د ژغورلو لپاره دې ګډې لارې چارې ولټوي.

نوموړي پر نړيوالو غږ کړی چې افغانستان دې وژغوري، خپلو مرستو ته دې ادامه ورکړي او دغه هېواد دې په نا امنیو او بې ثباتیو کې نه پرېږدي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالی کمېشنرۍ مشر ټینګار کړی چې د نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ ګډ کار د افغانستان د ثبات لپاره خورا مهم دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142569

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142569/

جمهور
  https://www.jomhornews.com