جرمني ۲۶۰۰ افغانانو ته وېزې ورکړې

24 سنبله 1400 ساعت 15:34

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د ۲۶۰۰ افغانانو لپاره چې اوس اوس دې هېواد ته کډه شوي، د استوګنې ویزې ورکړي دي.


د جرمني د کورنیو چارو وزارت د ۲۶۰۰ افغانانو لپاره چې اوس اوس دې هېواد ته کډه شوي، د استوګنې ویزې ورکړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت یوه ویاند ویلي، حکومت په دې اړه پرون چهارشنبې د وږي ۲۳ مه د بهرنیو چارو وزارت ټولو دفترونو ته رسمي خبر ورکړ.

په دې ډله کې د بشري حقونو فعالان، هنرمندان، پوهان، ژورنالېستان او نور هغه خلک شامل دي چې په افغانستان کې یې ژوند له ګواښ سره مخامخ دی.

جرمني به د دې کسانو مېرمنو یا مېړونو او ماشومانو ته هم د استوګنې لپاره ویزې ورکوي او دوی به مجبوره نه وي چې د سیاسي پناه غوښتنه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142579

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142579/

جمهور
  https://www.jomhornews.com