ګراهام او ولټز:امریکا د طالبان د ترهګرو ډلو په لېست کې شامل کړي

25 سنبله 1400 ساعت 7:49

افغانستان کې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو سره سم ځينې امریکايي استازو او استخباراتي چارواکو یو ځل بیا د خپلو موخو لپاره په پراخو تبلیغاتو او پروپاکندو پیل کړی دی.


افغانستان کې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو سره سم ځينې امریکايي استازو او استخباراتي چارواکو یو ځل بیا د خپلو موخو لپاره په پراخو تبلیغاتو او پروپاکندو پیل کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ځینې امریکايي استخباراتي چارواکي ادعا کوي، چې القاعده او داعش غړي مخ پر افغانستان روان دي او غواړي له سره ځان منظم کړي، ځینې سناتورانو بیا دا هېڅې پیل کړې، چې طالبان په نړۍ کې په رسمیت ونه پېژندل شي.

له سناتورانو او استازو جرګو څخه لیندزي ګراهام او مایک والټز هغه دوه غړي دي، چې د بایډن له حکومته یې د طالبانو د ترهګرو په ډلو کې د شاملېدو غوښتنه کړې ده.

دوی دواړو د بایډن له حکومته غوښتي، چې طالبان د بهرنیو تروریستي ډلو په لیست کې شامل کړي او دغه راز پرې نږدي چې له افغانستانه د باندې د دغه هیواد شتمنۍ ترلاسه کړي.

ګراهام ویلي، که امریکا طالبان د تروریستي ډلې په توګه اعلان کړي، د نورو هېوادونو له لوري به د دوی د حکومت په رسمیت پېژندل ستونزمن شي.

دی وايي دا کار به نړیوالو ته دا کلک پیغام ورسوي، چې امریکا به له طالبانو او د هغو له خواخوږو سره سوداګري راکړې ورکړې ونه کړي.

په وره وخت کې والټز هم ویلي، امریکا باید د افغانستان له لوري ګواښ ته په پرانیستو سترګو وګوري.

دی وايي، د جو بایډن حکومت د افغانستان د موقت حکومت په توګه د طالبانو د عادي ښودلو د هڅې په وسیله امریکایان تېرایستلي حال دا چې طالبان لا هم تروریستي فعالیتونو ته دوام ورکوي.

نوموړي تور پورې کړی، چې طالبانو د ترهګرو پناهځایونه ساتلي، د بشري حقونو سرغړونو ته دوام ورکوي د ښځو پر ابتدايي مدني حقونو یې سترګې پټې کړي او یو منتخب حکومت یې پرزولی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو پرون د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي، چې له تورلېست څخه د طالب مشرانو نه ایستل د دوحې د تړون خلاف عمل دی.

د هغه په وینا امریکا په دغه تړون کې ویلي، چې دوی به طالب مشران له تورلېست څخه باسي خو تر اوسه یې په دې اړه هېڅ اقدام نه دی کړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142588

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142588/

جمهور
  https://www.jomhornews.com