عمران خان: که طالبان ټول شموله حکومت جوړ نه کړي، حالت به ګډوډ شي

25 سنبله 1400 ساعت 8:34

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغانستان په وضعیت اندېښنه ښودلې وايي، که طالبان ټول شموله حکومت جوړ نه کړي، حالت به ګډوډ شي.


د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغانستان په وضعیت اندېښنه ښودلې وايي، که طالبان ټول شموله حکومت جوړ نه کړي، حالت به ګډوډ شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خان دغه څرګندونې له سي اېن اېن تلوېزیون سره په تازه مرکه کې کړې دي او د افغانستان پر وضعیت یې اندېښنه ښودلې.

نوموړي ویلي، طالبان پر ټول افغانستان واکمن دي، که چېرته دوی اوس د یوه ټول شموله حکومت لپاره کار وکړي، ټولې ډلې په کې شاملې کړي، په افغانستان کې به له څلویښت کلونو وروسته سوله وي.

خو په وینا یې که داسې ونه شي او دا هغه څه دي چې دوی «پاکستان» ډېر ورته اندېښمن دی او یو ګډوډ حالت به رامنځته شي.

عمران خان په خپلو خبرو کې دا هم ویلي، چې د پاکستان استخباراتي ادارو اټکل دا و، چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو په وتلو به هلته کورنۍ جګړې پیل شي.

خو دی وايي، داسې ونه شول نو ځکه اوس باید طالبانو ته وخت ورکړل شي، چې یو قانوني حکومت رامنځته کړي او خپلې ژمنې عملي کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142591

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142591/

جمهور
  https://www.jomhornews.com