۰

مرکزي بانک: ټوله راکړه ورکړه باید په افغانیو تر سره شي

پنجشنبه ۲۵ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۲
وروسته له هغې چې د پاکستانۍ کلدارې د چلښت په اړه راپورونه زیات شول په تازه اقدام کې د افغانستان مرکزي بانک امر کړی، چې ټوله راکړه ورکړه باید په افغانیو وشي.
مرکزي بانک: ټوله راکړه ورکړه باید په افغانیو تر سره شي
وروسته له هغې چې د پاکستانۍ کلدارې د چلښت په اړه راپورونه زیات شول په تازه اقدام کې د افغانستان مرکزي بانک امر کړی، چې ټوله راکړه ورکړه باید په افغانیو وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مرکزي بانک له ټولو دولتي او خصوصي بنسټونو په کلکه غوښتي، چې په خپلو ټولو راکړو ورکړو کې له افغانۍ کار واخلي.

مرکزي بانک په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانستان بانک د قانون د ۳۳ مادې پر اساس د افغانستان مروج پولي واحد افغانۍ دی او ټوله راکړه ورکړه باید په افغانۍ وي.

خبرپاڼه کې ویل شوي«له ټولو افغانانو، دولتي او خصوصي ادارو او موسساتو غوښتنه کېږي، چې قراردادونه او ټول پولي مسایل او راکړه ورکړه کې باید افغانۍ وکاروي او د هېواد د اقتصادي پرمختګ لامل شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې یوې میاشتې وروستیو بدلونو کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې افغانۍ خپل ارزښت یو څه راټیټ کړ.

د دې تر څنګ د پاکستان د خزانې وزارت اعلان وکړ، چې وروسته له دې به افغانستان سره راکړه ورکړه په کلداره کوي، خو طالبانو د پاکستان دا غوښتنه رد کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي