مرکزي بانک: ټوله راکړه ورکړه باید په افغانیو تر سره شي

25 سنبله 1400 ساعت 9:32

وروسته له هغې چې د پاکستانۍ کلدارې د چلښت په اړه راپورونه زیات شول په تازه اقدام کې د افغانستان مرکزي بانک امر کړی، چې ټوله راکړه ورکړه باید په افغانیو وشي.


وروسته له هغې چې د پاکستانۍ کلدارې د چلښت په اړه راپورونه زیات شول په تازه اقدام کې د افغانستان مرکزي بانک امر کړی، چې ټوله راکړه ورکړه باید په افغانیو وشي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مرکزي بانک له ټولو دولتي او خصوصي بنسټونو په کلکه غوښتي، چې په خپلو ټولو راکړو ورکړو کې له افغانۍ کار واخلي.

مرکزي بانک په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانستان بانک د قانون د ۳۳ مادې پر اساس د افغانستان مروج پولي واحد افغانۍ دی او ټوله راکړه ورکړه باید په افغانۍ وي.

خبرپاڼه کې ویل شوي«له ټولو افغانانو، دولتي او خصوصي ادارو او موسساتو غوښتنه کېږي، چې قراردادونه او ټول پولي مسایل او راکړه ورکړه کې باید افغانۍ وکاروي او د هېواد د اقتصادي پرمختګ لامل شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې یوې میاشتې وروستیو بدلونو کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې افغانۍ خپل ارزښت یو څه راټیټ کړ.

د دې تر څنګ د پاکستان د خزانې وزارت اعلان وکړ، چې وروسته له دې به افغانستان سره راکړه ورکړه په کلداره کوي، خو طالبانو د پاکستان دا غوښتنه رد کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142599

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142599/

جمهور
  https://www.jomhornews.com