ملاعبدالغني برارد او انس حقاني خپل منځي اختلافات رد کړل

25 سنبله 1400 ساعت 10:13

د افغانستان د اسلامي امارت لومړي مرستیال عبدالغني برارد او انس حقاني حقاني په جلا جلا پیغامونو کې هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګڼې د دوی دواړو تر منځ اختلافات رامنځ ته شوي دي.


د افغانستان د اسلامي امارت لومړي مرستیال عبدالغني برارد او انس حقاني حقاني په جلا جلا پیغامونو کې هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګڼې د دوی دواړو تر منځ اختلافات رامنځ ته شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي برارد په یوه مرکه کې چې له سیمه ییز ملي تلوېزیون سره یې کړې او د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم وردګ په ټوېټر خپره کړې دا خبره په کلکه رد کړې، چې ګڼې دی ټپي شوی دی.

ښاغلي برارد د دغه پوښتنې په ځواب کې چې ویل کېږي دی ټپي او ان وژل شوی و ویل«دا خبر هېڅ حقیقت نه لري، زه الحمدالله روغ رمټ یم، بله خبر دا چې ځینو رسنیو ویلي، موږ داخلي اختلافات لرو، په کلي توګه حقیقت نه لري، موږ تر خپل منځ ډېر سره خواږه او له شفقت او ترحم څخه ډګ یو، ان په یوه کورنۍ کې به هم په دې اندازه شفقت او ترحم نه وي.»

ملاعبدالغني برادر وايي، چې دوی په تېرو کلونو کې په هېواد کې د اشغال د ختمولو لپاره ګڼې قربانۍ ورکړې او دا قربانۍ یې د قدرت او منصب تر لاسه کولو لپاره نه وې.

هغه و ویل«زه په رسمي سفر کې وم، رسنیو ته مې لاس رسی نه و، چې دا اوازې رد کړم، زه د افغانستان ملت او ټولو لویو او وړو مجاهدینو ته ډاډ ورکوم، چې هېڅ تشویش د نه کوي او نه هم ځای د اندېښنې دی.»
 
ښاغلي برارد کابل ته د قطر د بهرنیو چارو وزیر الثاني د سفر په اړه وايي، چې دی ترې خبر نه و.
 
بل خوا د طالبانو د رهبری شورا یوه مهم غړي انس حقاني هم په یوه ویډیويي پیغام کې هغه راپورونه په کلکه رد کړيو چې ګڼې د دوی تر منځ اختلاف رامنځ ته شوی.

ښاغلي حقاني ویلي، اسلامي امارت پر اسلامي او افغاني ارزښتونو ولاړ یو واحد او نه ماتېدونکی صف دی.

نوموړي دغه ډول تبلیغات د دښمن کار بللی وايي، دښمن به په دغه ډول بې ځایه تبلیغاتو دې واحد صف ته هېڅ ډول ضرر ونه شي رسولی.

دا ویډیوګانې پر داسې مهال خپرېږي، چې په دې وروستیو کې ځینې رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل، چې ګنې د ملا برادر او انس حقاني تر منځ د کابینې پر جوړښت اختلاف راغلی او نه ان تر منځ یې ډزې شوې دی.

په رسنیو کې خو دا راپورونه هم خپاره شول، چې ګڼې دواړه ټپیان شوي او ملا عبدالغني برادر د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې.

بي بي سي څو ورځې وړاندې دا راپور یو ځل بیا نشر کړ، چې د ملا برارد او خلیل الرحمان حقاني تر منځ اختلاف رامنځ ته شوی او ملا برارد خفه کندهار ته تللی دی.

خو دواړو طالب مشرانو دا راپور په کلکه رد کړ.

جمهورخبري آژانس: محمد رقیب فیاض
 


د مطلب کود: 142603

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142603/

جمهور
  https://www.jomhornews.com