د فرانسې ولسمشر: د داعش مشر عدنان ابو ولید صحراوی مو و واژه

25 سنبله 1400 ساعت 10:39

د فرانسې ولسمشر امانول مکرون ادعا کړې، چې فرانسوي ځواکونو په لویه صحران کې د داعش ډلې مشر عدنان ابو ولید صحراوي وژلی دی.


د فرانسې ولسمشر امانول مکرون ادعا کړې، چې فرانسوي ځواکونو په لویه صحران کې د داعش ډلې مشر عدنان ابو ولید صحراوي وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مکرون پرون چهارشنبې د وږي ۲۴ مه دا ادعا کړې، چې لویه صحرا کې د داعش ډلې مشر د فرانسوي ځواکونو به برید کې وژل شوی دی.

هغه په یوه ټوېټ کې ویلي«د ترهګرې ډلې رهبر عدنان ابو ولید الصحراوي، په لویه صحرا کې د فرانسوي ځواکونو له خوا له منځه وړل شوی او دا په ساحل کې د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې یوه بله ستره لاسته راوړنه ده.»

صحراوي د افریقا په لودیځ کې د ساحل په منطقه کې د اسلامي ‌دولت د ډلې تاریخي مشر شمیرل کېده.

مکرون ویلي د دې ډلې تندلارو په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د امریکایي ځواکونو په وړاندې خونړي بریدونه سمبال کړی وو.

ديی وايي، صحراوي د ۲۰۲۰ کال په اګست میاشت کې خپله د شپږو فرانسویانو او د هغوی د موټر چلوونکي د وژل امر کړی وو، هغه کسان چې د یوې خیریه موسسې کارکوونکي وو.

د یادونې ده، د فرانسې ولسمشر د روان کال په جولای میاشت کې ویلي وو چې ډېر ژر به خپل ځواکونه د ساحل سیمې ته واستوي او د داعش په وړاندې به د مبارزې په لومړۍ کرښه کې مبارزه وکړي او په هغه سیمه کې به نظامي حضور ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142605

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142605/

جمهور
  https://www.jomhornews.com