سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو له لوړ پوړو استازو سره لیدلي

25 سنبله 1400 ساعت 11:56

د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو سرپرست وزیر ملا سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال ګیلیس میچود او کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر له مشرې دیبورا لاینز او ورسره پلاوي سره کتلي دي.


د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو سرپرست وزیر ملا سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال ګیلیس میچود او کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر له مشرې دیبورا لاینز او ورسره پلاوي سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دغه لیدنه پرون چهارشنبې د وږي ۲۴ مه له غرمې وروسته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه کتنه کې ښاغلي حقاني د وروستیو مرسته شویو پیسو د لګولو او امنیتي ګواښونو له منځه وړلو په برخه کې یاد پلاوي ته ډاډ ورکړ.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر ترې غوښتي، چې د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو، تورلست ختمولو او په مجموع کې د ټولو بندیزونو کولو کې عملي ګامونه واخلي.

نوموړي ویلي، له ملګرو ملتونو او د نړۍ له هېوادونو سره ګډ کار کول دې ته اړتیا لري، چې اسلامي امارت د رسمي جهت په توګه عملي ګامونو اخستلو ته تابیا ونیسي او په دې برخه کې د باور فضا رامنځته کول دير مهم دي.

ښاغلي حقاني ټينګار کړی، چې کنګل شوې پيسې باید را خلاصي شې، په امنیتي برخه کې د دوحې تړون عملي کړل شي او تور لست ختم کړای شي.

نوموړي ډاډ ورکړي، چې اسلامي امارت د دوحې تړون عملي کولو ته ژمن دی او نړۍ ته یې پيغام دا دی چې د متقابل احترام په بنسټ ولاړې اړیکې غوره کړي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي هم له خپل اړخه ډاډ ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د تورلست په سپینولو کې به لا ېيرې هڅې وکړي.

مجاهد د ګیلیس میچود له قوله وایي، چې داسلامي امارت په راتګ سره امنیت تأمین شوی، له لس کلن ځنډ وروسته یې بېرته د ځمکې اوهوا له لارې د مرستو لړۍ پیل کړې ده.

د ګیلیس اسلامي امارت ته په خطاب کې زیاته کړې«اوس ستاسي سره له نژدې کار کول هغه تبلیغات چې په تېرو شلو کلونو کې ستاسي په ضد شوي وو، منفي کوي او نړۍ ته مثبت او د ډاډ پيغام ورکوي او داچې ملګري ملتونو ډاډ من دي، چې اسلامي امارت له فساد سره د مبارزې کلک هوډ لري.»

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویلي، دی له افغانستان څخه د امن، سوکالۍ او د ګډ کار د ژمنې او تعهد له پيغام سره بیرته د ملګرو ملتونو سرمنشي ته ورځي، چې دا به راتلونکو ورځو کې افغانانو ته ښه زیري ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142611

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142611/

جمهور
  https://www.jomhornews.com