روسیه: طالبانو له زموږ له ویلو پرته هم ترهګر او نشه يي توکي نه پرېږدي

25 سنبله 1400 ساعت 14:40

روسیه وایي، دوی پر طالبانو هېڅ شرط نه اېږدي او نه یې پرې ایښی، ځکه طالبان د نړیوالو له ویلو پرته له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره مبارزې ته ژمن دي.


روسیه وایي، دوی پر طالبانو هېڅ شرط نه اېږدي او نه یې پرې ایښی، ځکه طالبان د نړیوالو له ویلو پرته له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره مبارزې ته ژمن دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ټولې سیمې غوښتنه دا ده، چې دلته د نشه يي توکو او ترهګرو خطرونه له منځه ولاړ شي او طالبان په خپله دې مسلې ته ژمن دي.

نوموړي تاجیکستان کې له رسنیو سره خبرو کې ټینګار وکړ، چې دوی پر طالبانو هېڅ شرط نه دی ایښی او نه هم د شرط اېښودلو ته اړتیا ده.

دی وایي، طالبان د نړیوالو له غوښتلو او شرط اېښودلو پرته هم په افغانستان کې ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي او همدا راز د نشه یي توکو له کښت او قاچاق سره مخالف دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر تمه ښوودلې چې په افغانستان کې وضعیت ژر تر ژره سم شي او یو ټولشموله حکومت د خلکو غوښتنو ته ځواب وویلی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142615

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142615/

جمهور
  https://www.jomhornews.com