۰

پوتین: د افغانستان کنګل شوې اسعاري زېرمې د ازادې کړل شي

شنبی ۲۷ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۱۶
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین هم پر امریکا او نړیوالې ټولنې غږ کړي، چې د افغانستان کنګل شوې اسعاري زېرمې د ازادې کړل شي.
پوتین: د افغانستان کنګل شوې اسعاري زېرمې د ازادې کړل شي
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین هم پر امریکا او نړیوالې ټولنې غږ کړي، چې د افغانستان کنګل شوې اسعاري زېرمې د ازادې کړل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پوتین چې پرون جمعه د وږي ۲۶ مه د شانګهای غونډې ته وینا کوله، خبرداری ورکړ، چې که دا زېرمې آزادې نه شي، نو د افغانستان اوسني واکمنان به د نشه يي توکو او وسلو د کاروبار له درکه د پیسو تر لاسه کولو ته اړ کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان په خزانه کې د پیسو کموالی ممکن د دغه هیواد نوي چارواکي د مخدرو موادو او وسلو کاروبار ته وهڅوي.

د روسیې ولسمشر پر امریکا او نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې د افغانستان اسعاري زېرمې دې په تدریجي ډول آزادې کړي.

د پوتین په وینا، طالبانو رسماً اعلان کړی چې له مخدرو موادو او نورو جرمونو سره مبارزه کوي خو وبه کتل شي چې دوی څه کوي.

د یادونې ده، چې په دغه غونډه کې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایوف هم د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

باید و ویل شي، چې د امریکا له وتلو او واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم امریکا د افغانستان څه باندې ۹ میلیارد ډالر پانګه کنګل کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي