قطر له افغانستانه لسګونه نور بهرني اتباع وایستل

27 سنبله 1400 ساعت 7:41

قطري چارواکي وايي، یوې الوتکې یې د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه لسګونه نور بهرني اتباع ایستلي دي.


قطري چارواکي وايي، په یوه الوتکه کې یې د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه لسګونه نور بهرني اتباع ایستلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د قطر په الوتکه کې پرون جمعه د وږي ۲۶ مه ۱۷۹ نور بهرني اتباع ایستل شوي دي.

په دغې الوتکې کې د امریکا، بریتانیا، جرمني، بلجیم، کوروشیا، هالنډ او ایټالیا وګړي لېږدل شوي دي خو چارواکو نه دي ویلي چې ایا افغانان هم په دغې الوتکې کې وو که نه.

په ورته وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دغه کار هرکلی کړی دی.‌

نوموړي په خپل ټویټر کې لیکلي دي‌ چې خوشحال دی نور امریکایان هم له افغانستان څخه واېستل شول.

خلیلزاد د ولسمشر جوبایډن د خبرو په استناد ویلي، له افغانستانه د امریکايي اتباعو د اېستلو لپاره ضرب الاجل نشته او هر کله چې وغواړي کورته ستانه شي.

د یادونې ده، چې تازه ایستل شوي خلک د قطر په یو کاروان کې هوايي ډګر ته انتقال کړل شول.

قطر له طالبانو سره یوې موافقې ته رسېدلی چې هغو خلکو ته چېد سفر قانوني‌ اسناد لري او له افغانستان څخه وتل غواړي، طالبان به ورته مصئونه لار ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142632

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142632/

جمهور
  https://www.jomhornews.com