امریکا ومنله، چې په وروستي برید کې یې په افغانستان کې ملکیان وژلي

27 سنبله 1400 ساعت 7:50

امریکا ومنله چې له افغانستانه د وتلو پر مهال یې په وروستي برید کې د داعش پر ځای ملکي وګړي وژلي دي.


امریکا ومنله چې له افغانستانه د وتلو پر مهال یې په وروستي برید کې د داعش پر ځای ملکي وګړي وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په واسطه د اګست په ۲۹ مه کابل کې په یوه کور برید وکړ.

هغه مهال امریکا ویل چې برید یې د داعش ډلې پر یوه طراح کړی خو وروسته معلومه شوه، چې دغه برید په یوه کور شوی او ۱۰ ملکیان په کې وژل شوي دي.

تر دې وروسته امریکا و ویل، چې د پېښې په اړه به څېرنه کوي، او د څېړنې وروسته یې پرون جمعه اعلان وکړ، چې په دغه برید کې یې ملکیان وژلي دی.

د امریکا  د وسله والو ځواکونو د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال فرنک مکنزي ویلي، دغه برید یوه غمجنه تېروتنه وه.

مکننزي زیاته کړې«زه اوس دامنم چې له بده مرغه په دې برید کې د ۷ ماشومانو په ګډون لس کسه ولسي خلک وژل شوي دي، همدارنګه زمونږ ارزونه ښيي‌ چې موټر او وژل شویو کسانو د داعش د خراسان له ډلې سره تړاو نه درلود او امریکایې ځواکونو ته ورڅخه مستقیم ګواښ متوجه نه و.»

جنرال مکنزي د دغې تیروتنې له امله بښنه وغوښته او زیاته کړې یې ده، چې متحده ایالات د قربانیانو کورنۍ ته د تاوان په ورکولو باندې فکر کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142633

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142633/

جمهور
  https://www.jomhornews.com