ملګرو ملتونو افغانستان کې د یوناما ماموریت تمدید کړ

27 سنبله 1400 ساعت 9:02

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د خپلې استازولی یا یوناما د ماموریت موده نوره هم وغځوله.


د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د خپلې استازولی یا یوناما د ماموریت موده نوره هم وغځوله.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه شورا پرون جمعه د وږي ۲۶ مه په خپله ناسته کې د رایو په اتفاق سره افغانستان کې د یوناما ماموریت تمدید کړ.

ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې اړه پرېکړه لیک کې ویلي، چې دوی د شپږو میاشتو لپاره په افغانستان کې د یوناما د ماموریت موده تمدید کړې ده.

په دغه پرېکړه لیک کې په افغانستان کې د یوه ټولمنلي او پراخ بنسټه حکومت پر جوړېدو ټینګار شوی دی.

همدارنګه دوی په افغانستان کې کامل مشارکت، د ښځو برابر ګډون، بشر حقونو ته درناوي، په ځانګړي ډول د ښځو، ماشومانو او لږکیو حقوقو ته په درناوري ټينګار شوی دی.

باید و ویل شي، چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت پرون جمعه د وږي ۲۶ مه پای ته ورسېده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142636

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142636/

جمهور
  https://www.jomhornews.com