د هالنډ د دفاع وزیرې هم د افغانستان په تړاو استعفا ورکړه

27 سنبله 1400 ساعت 9:14

د بهرنیو چارو وزیرې وروسته د هالنډ د دفاع وزیرې هم له افغانستانه د خلکو د ایستلو په تړاو د پڅ کار په خاطر له دندې لاس په سر شوې ده.


د بهرنیو چارو وزیرې وروسته د هالنډ د دفاع وزیرې هم له افغانستانه د خلکو د ایستلو په تړاو د پڅ کار په خاطر له دندې لاس په سر شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې انک بیجلولد ویلي، د بهرنیو چارو د وزیرې سیګرید کاګ په څېر د افغان پناه غوښتونکو د تخلیې د چلند په تړاو له خپلې دندې استعفی ورکوي.

د هالنډ د پارلمان اکثره غړي د دغه هېواد د بهرنیو چارو او دفاع وزیران د زرګونو هغو افغانانو په ایستلو کې په پڅ عمل تورنوي چې د هالنډ د پناه په شرایطو برابر ګڼل کېدل.

د هالنډ دفاع وزیرې انک بیجلولد غوښتل خپل ماموریت پای ته ورسوي او هغه افغانان خوندي کړي چې په هالنډ حساب کوي خو دا چې اوس د دې موقعیت تر بحث لاندې راغلی نه غواړي د نورو خلکو د کار مخه ونیسي.

تر دې یوه ورځ مخکې د هالنډ د بهرنیو چارو وزیرې سیګرید کاګ استعفی کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142638

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142638/

جمهور
  https://www.jomhornews.com