د چین ولسمشر:

شانګهای سازمان دې؛ د ټولشموله نظام په برابرولو کې افغانستان سره مرسته وکړي

27 سنبله 1400 ساعت 9:24

د چین ولسمشر شي جینګ پینګ وایي، د شانګهای همکارۍ سازمان غړي باید له افغانستان سره مرسته وکړي چې په دې هېواد کې انتقالي بهیر پر اساني پر مخ یوړل شي.


د چین ولسمشر شي جینګ پینګ وایي، د شانګهای همکارۍ سازمان غړي باید له افغانستان سره مرسته وکړي چې په دې هېواد کې انتقالي بهیر پر اساني پر مخ یوړل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شي جین پینګ دغه څرګندونې پرون جمعه د وږي ۲۶ مه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشریزې ته په یوه ویډیويي وینا کې وکړې.

نوموړي ویلي، د دې سازمان غړو ته په کار ده چې افغانستان یوې داسې لارې ته سیخ کړي چې سیاسي نظام یې ټول شموله وي او په کور دننه او بهر یوه معتدله پالیسي ولري.

چین دغه راز ویلي چې امریکا باید له افغانستان سره اقتصادي او بشري مرستې وکړي.

د چین ولسمشر شي جینګ پینګ ټینګار وګړ، چې افغانستان کې باید د واک سوله ییز لېږد باوري شي.

د هغه په وینا د ایس سي او غړي هېوادونه باید له افغانستان سره د یوې هر اړخیزې سیاسي اډانې او د معتدلو کورنیو او بهرنیو پالیسو عملي کولو لړ کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

په دغه ناسته کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د ایس سي او اړیکو ډلې ته یې له کابل سره د اړیکو بیا پیلولو وړاندیز وکړ.

ښاغلي پوتین په افغانستان کې له وینې تویېدنې پرته د واک لېږد  مثبته چاره وبلله.

دی وايي، طالبانو عملاً ټول افغانستان کنټرولوي او ښه دا ده چې نوي افغان چارواکي د امنیت ټینګښت، عادي حالت ته د ورځني ژوند راګرځولو او د ټولو خلکو د امنیت خوندي ساتلو لړ کې د خپلو ژمنو پوره کولو ته وهڅول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142639

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142639/

جمهور
  https://www.jomhornews.com